متى ۲
د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے
اول باب
دَ عيسىٰ مسيح نسب نامه
(لُوقا ۳ : ۲۳ ـ ۳۸)
۱کتاب دَ نسب نامے دَ عيسىٰ مسيح، نسل دَ داؤد، نسل دَ اِبراهيم.۲اِبراهيم دَ اِسحاق پلار وو، اِسحاق دَ يعقُوب، يعقُوب دَ يهوداه اؤ دَ هغۀ دَ وروُڼو پلار وو. ۳دَ يهوداه نه فِرص اَؤ زورح پيدا شو، دَ دوئ مور تامار وه. فِرص نه حصرون اَؤ حصرون نه رام پيدا شو. ۴دَ رام نه عميناداب پيدا شو. دَ عميناداب نه نحشون پيدا شو اَؤ دَ نحشون نه سلمون، ۵دَ سلمون نه بوعز، دَ دۀ مور راحب وه، دَ بوعز نه عوبيد پيدا شو، دَ دۀ مور روت وه. دَ عوبيد نه يَشى، ۶اَؤ دَ يشى نه داؤد بادشاه پيدا شو. داؤد دَ سليمان پلار وو، دَ هغۀ مور اول دَ اوريا ښځه وه، ۷دَ سليمان زوئے رحبوعام وو، دَ رِحبوعام زوئے ابياه، دَ ابياه زوئے آساه. ۸دَ آساه زوئے يهوسفط، دَ يهوسفط زوئے يورام اَؤ دَ يورام زوئے عُزياه، ۹اَؤ دَ عُزياه زوئے يوتام اَؤ دَ يوتام زوئے احاز، دَ احاز زوئے حزقياه، ۱۰دَ حزقياه زوئے منسه، دَ منسه زوئے امُون، دَ امُون زوئے يوشياه، ۱۱دَ يوشياه زوئے يکونياه، اَؤ دَ هغۀ ورُوڼه په هغه زمانه کښے پيدا شول چه بنديوان بابل ته بوتللى شول. ۱۲دَ بنديوانئ اَؤ بابل ته دَ دوئ دَ بوتللو نه پس دَ يکونياه نه شلتئ ايل پيدا شو اَؤ شلتئ ايل دَ زرُوبابل پلار وو، ۱۳زرُوبابل دَ ابيهود، اَؤ ابيهود دَ اِلياقيم اَؤ اِلياقيم دَ عازور پلار وو. ۱۴اَؤ دَ عازور نه صدوق پيدا شو، صدوق دَ اخيم پلار وو، اخيم دَ اِليهود، ۱۵اِليهود دَ اِلعازر، اِلعازر دَ مَتان، مَتان دَ يعقُوب، ۱۶يعقُوب دَ يُوسف پلار وو. يُوسف دَ مريم خاوند وو چه عيسىٰ ترے پيدا شو څوک چه مسيح بللے کيږي. ۱۷دَ اِبراهيم نه تر داؤد پورے ټولے څوارلس پيړئ دى، اَؤ دَ داؤد نه بابل ته دَ بنديوان بوتللو پورے څوارلس پيړئ، اَؤ دَ بنديوانئ نه تر مسيح پورے څوارلس پيړئ دى.
دَ عيسىٰ مسيح پيدايښت
(لُوقا ۲ : ۱ ـ ۷)
۱۸دَ عيسىٰ مسيح دَ پيدايښت بيان داسے دے چه هر کله چه دَ هغۀ مور مريم يُوسف ته کوژدن شوه نو دَ وادۀ نه وړاندے معلُومه شوه چه هغه دَ رُوحُ القُدس نه اُميدواره ده. ۱۹يُوسف يو نيک سړے وو، نو هغۀ دَ هغے دَ بدنامئ نه دَ بچ کولو دَ پاره په پرده کښے دَ کوژدن ماتولو نيت وکړو. ۲۰هغۀ دا نيت کړے وو چه په دے کښے دَ خدائے يوه فرښته په خوب کښے ورته راغله اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اَئے دَ داؤد زويه يُوسفه! دَ مريم سره دَ وادۀ کولو نه مه ويريږه ځکه چه دَ هغے اُميدوارى دَ رُوحُ القدس په قُدرت ده. ۲۱دَ هغے به زوئے وشى اَؤ تۀ پرے عيسىٰ نُوم کيږده، ولے چه هغه به خپل اُمت دَ ګُناهونو نه خلاصوى.“۲۲دا هر څۀ ځکه وشول چه خدائے دَ نبى په معرفت څۀ وئيلى وُو هغه پُوره شى. ۲۳”ګورئ، يوه پيغله به اُميدواره شى اَؤ زوئے به ئے وشى اَؤ دَ هغۀ نُوم به عمانوايل کيږ دى“ چه معنىٰ ده، خدائے زمونږ مل دے. ۲۴هر کله چه يُوسف دَ خوبه بيدار شو نو دَ خدائے دَ فرښتے حُکم ئے ومنو اَؤ مريم ئے خپل کور ته دَ خپلے ښځے په طور راوسته. ۲۵اَؤ تر هغے ئے لاس ورنۀ وړو تر څو چه ئے زوئے پيدا شوے نۀ وو، اَؤ دَ هغۀ نوم ئے عيسىٰ کيښودو.
دَ مرقوس په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
اول باب
دَ يحيىٰ بپتسمه ورکوُونکى اِعلان
(متى ۳ : ۱ ـ ۱۲، لُوقا ۳ : ۱ ـ ۱۸، يوحنا ۱ : ۱۹ ـ ۲۸)
۱دا دَ خُدائے دَ زوئے عيسىٰ مسيح دَ زيرى شروع ده، ۲څنګه چه دَ يشعياه نبى په صحيفه کښے ليکلى دى :”ګوره! دا زما پيغمبر دے
چه زَۀ ئے دَ تا نه وړاندے ليږم
اَؤ دَئے به ستا دَ پاره لار تياروى.
۳په بيابان کښے دَ نعرے وهُونکى آواز راغے
چه دَ مالِک لار تياره کړئ
اَؤ دَ هغۀ سړکُونه نيغ کړئ.“
۴اَؤ دغه شان په بيابان کښے بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ راغے اَؤ اِعلان ئے وکړو چه ”توبه وکړئ اَؤ بپتسمه واخلئ اَؤ خُدائے به ستاسو ګُناهونه وبخښى.“ ۵اَؤ دَ يهوديه دَ وطن ټول خلق اَؤ دَ بيتُ المُقدس اوسيدُونکى هغۀ ته راغونډ شول اَؤ هغوئ دَ خپلو ګُناهونو اِقرار وکړو اَؤ هغۀ دَ اُردن سيند په غاړه دَ هغوئ بپتسمه وکړه.
۶يحيىٰ دَ اُوښ دَ وړئ چُوغه اغوستے وه اَؤ دَ څرمنے پيټئ ئے دَ ملا نه تاؤ کړے وه اَؤ هغۀ به ملخان اَؤ ځنګلى ګبين خوړلو. ۷هغۀ به دا اِعلان کوو چه ”زما نه پس به هغه سړے راځى چه زما نه زيات زوروَر دے. زَۀ دَ دے لائق هم نۀ يم چه ټيټ شم اَؤ دَ هغۀ دَ پيزار تسمے پرانزم. ۸ما خو په اوبو ستاسو بپتسمه وکړه خو هغه به ستاسو بپتسمه په رُوحُ القُدس وکړى.“
دَ عيسىٰ بپتسمه اَؤ آزميښت
(متى ۳ : ۱۳ ـ ۴ : ۱۱، لُوقا ۳ : ۲۱ ـ ۲۲، ۴ : ۱ ـ ۱۳)
۹هم په هغه ورځو کښے داسے وشول چه دَ ګليل دَ ناصرت نه عيسىٰ راغے اَؤ دَ اُردن دَ سيند په غاړه ئے دَ يحيىٰ نه بپتسمه واخسته. ۱۰څۀ وخت چه دَ اوبو نه بهر راووتو نو هغۀ آسمانُونه پرانستى وليدل اَؤ رُوحُ القُدس دَ کونترے په شکل په هغۀ باندے نازل شو. ۱۱اَؤ دَ آسمان نه يو آواز راغے چه ”تۀ زما محبوب زوئے ئے، ستا نه زَۀ رضا يم.“۱۲سمدستى رُوحُ القُدس هغه بيابان ته واستوو. ۱۳اَؤ هلته کښے هغه تر څلويښتو ورځو پورے دَ شيطان په لمسُون کښے وآزمائيلے شو. هغه دَ ځنګلى ځناورو سره وو اَؤ فرښتے دَ هغۀ په خدمت کښے حاضرے وے.
دَ عيسىٰ مسيح دَ ماهيانو څلور ښکاريان بلل
(متى ۴ : ۱۲ ـ ۲۲، لُوقا ۴ : ۱۴ ـ ۱۵، ۵ : ۱ ـ ۱۱)
۱۴هر کله چه يحيىٰ ونيولے شو نو عيسىٰ ګليل ته راغے اَؤ دَ خُدائے دَ زيرى وعظ ئے کولو چه ۱۵”وخت پُوره شو، دَ خُدائے بادشاهى په تاسو دَ بره کيدُونکى ده. توبه ګار شئ اَؤ په زيرى ايمان راؤړئ.“۱۶عيسىٰ دَ ګليل درياب په غاړه روان وو چه هغۀ شمعُون اَؤ دَ هغۀ ورور اَندرياس وليدل چه دَ درياب په غاړه ئے جال اچولو ځکه چه هغوئ دَ ماهيانو ښکاريان وُو. ۱۷عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”ما پسے راځئ اَؤ زَۀ به ستاسو نه دَ بنى آدمو لټوُونکى جوړ کړم.“ ۱۸اَؤ سمدستى هغوئ خپل جالُونه پريښودل اَؤ په هغۀ پسے روان شول.
۱۹کله چه عيسىٰ وړاندے لاړلو نو هغۀ دَ زبدى زامن، يعقُوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا وليدل چه په کشتئ کښے ناست وُو اَؤ جالُونه ئے مُرمت کول. ۲۰هغۀ هغوئ راوبلل اَؤ هغوئ خپل پلار زبدى دَ مزدُورانو سره په کشتئ کښے پريښودو اَؤ په هغۀ پسے روان شول.
دَ ناپاک رُوح نيولے سړے
(لُوقا ۴ : ۳۱ ـ ۳۷)
۲۱دوئ کفرنحوم ته راغلل اَؤ دَ سبت يعنے خالى په ورځ عيسىٰ عبادت خانے ته لاړو اَؤ هلته ئے تعليم ورکول شروع کړل. ۲۲خلق دَ عيسىٰ په تعليم حيران شول ځکه چه دَ شرعے دَ عالمانو په شان نه، بلکه پُوره په اِختيار سره ئے وئيل.۲۳په دغه وخت په عبادت خانه کښے يو سړے وو چه ناپاک رُوح نيولے وو. هغۀ چغے کړے، ۲۴”اَئے عيسىٰ ناصرى! ته زمُونږ نه څۀ غواړے؟ تۀ زمُونږ په بربادئ پسے راغلے يئے څۀ؟ زَۀ دِ پيژنم چه ته څوک يئے، تۀ دَ خُدائے قدُوس يئے.“
۲۵عيسىٰ هغه ورټلو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”چپ شه اَؤ دَ دَۀ نه راوزه.“
۲۶اَؤ ناپاک رُوح هغه سړے ډير په عذاب کړو اَؤ په چغه ترے نه راووتو. ۲۷هغوئ ټول حق حيران شول اَؤ دَ يو بل نه ئے تپوس وکړو چه ”دا لا څۀ دے؟ دا خو يو نوے تعليم دے! هغه په اِختيار سره خبرے کوى اَؤ چه حُکم کوى نو ناپاک رُوحُونه هم دَ هغۀ حُکم منى“
۲۸دا خبره ډيره زر مشهُوره شوه اَؤ دَ ګليل په علاقه کښے دَ هغۀ آوازه خوره شوه.
دَ ډيرو خلقو جوړول
(متى ۸ : ۱۴ ـ ۱۷، لُوقا ۴ : ۳۸ ـ ۴۱)
۲۹دَ عبادت خانے نه په راوتو هغوئ نيغ دَ شمعُون اَؤ اندرياس کره لاړل اَؤ يعقُوب اَؤ يوحنا هم ورسره ملګرى وُو. ۳۰دَ شمعُون خواښے تبے نيولے وه، په کټ کښے پرته وه. هغوئ سمدستى دَ هغے دَ بيمارئ حال ورته ووے. ۳۱عيسىٰ ورغے اَؤ دَ هغے لاس ئے ونيوو اَؤ په پښو ئے وُدروله اَؤ تبے پريښوه اَؤ دَ هغوئ په خدمت کښے آخته شوه.۳۲هغه ماښام دَ نمر دَ پريوتو نه پس هغوئ ټول رنځُوران اَؤ پيريانو نيولى خلق عيسىٰ ته راوستل. ۳۳اَؤ ټوله ښاريه دَ هغه کور مخے ته راټوله شوه. ۳۴عيسىٰ ډير رنحُوران جوړ کړل چه په قِسم قِسم رنځُونو آخته وُو اَؤ ډير پيريان ئے وشړل. هغۀ پيريان خبرو ته پرے نۀ ښول ځکه چه هغوئ پيژندو چه دا څوک دے.
په کلو کښے په ګرزيدو وعظ کول
(لُوقا ۴ : ۴۲ ـ ۴۴)
۳۵سحر وختى دَ نمر ختو نه وړاندے عيسىٰ پاڅيدو اَؤ بهر لاړو. هغه ځان له يو خوشى ځائے ته لاړو اَؤ هلته ئے دُعا کوله. ۳۶خو شمعُون اَؤ دَ هغۀ ملګرى ورپسے لاړل، ۳۷وئے مُوندو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”ټول خلق ستا په تلاش کښے دى.“۳۸هغۀ جواب ورکړو چه ”راځئ چه نزدے کلو ته لاړ شُو چه زَۀ هلته هم خپل پيغام واؤروم ځکه چه زَۀ هم په دغه غرض راوتلے يم.“
۳۹نو هغه په ټول ګليل کښے وګرزيدلو، په عبادت خانو کښے ئے کلام آؤروو اَؤ پيريان ئے ويستل.
دَ يو جُذامى پاکول
(متى ۸ : ۱ ـ ۴، لُوقا ۵ : ۱۲ ـ ۱۶)
۴۰عيسىٰ ته يو جُذامى راغے، دَ هغۀ په پښو پريوتو، خواست ئے ترے وکړو چه ”که ته غواړے نو ما پاکولے شے.“۴۱دَ عيسىٰ زړۀ په هغۀ وسوزيدلو، خپل لاس ئے وراُوږد کړلو، مسح ئے کړو اَؤ وئے وئيل چه ”بے شکه زَۀ غواړم، پاک شه.“ ۴۲اَؤ دَ هغۀ نه جُزام سمدستى لرے شو اَؤ هغه پاک شو. ۴۳بيا عيسىٰ هغه دَ دے سخت حُکم سره رُخصت کړو، ۴۴”خيال ساته چه دا حال چا ته ونۀ وائے. لاړ شه خپل ځان کاهن ته وښايه اَؤ دَ مُوسىٰ مُقرره کړے نذرانه هغۀ ته پيش کړه، دا به ستا دَ روغتيا شاهدى وى.“
۴۵خو هغه سړے بهر لاړو اَؤ دَ دے قصے نه ئے ټول خلق خبر کړل. دا خبره ئے تر لرے لرے خوره کړه تر دے چه عيسىٰ به يو ښار ته هم په ښکاره نۀ شو تلے اَؤ بهر به په خوشو ځايُونو کښے پاتے کيدو. خو بيا به هم خلق دَ هر لورى نه هغۀ ته راتلل.
Copyright 1996-2014 Pashto Zeray & PBS
دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
اول باب
دَ تيوفيلوس په نُوم
۱اَئے خوږَ تيوفيلوسه! ډيرو خلقو په دے لاس پورے کړے دے چه دَ هغه واقعاتو ترتيب وار بيان وکړى کُوم چه زمُونږ په مينځ کښے تير شوى دى. ۲بلکه هغوئ مُونږ ته خبرے حواله کړے دى اَؤ چا چه دا واقعات دَ سر نه په خپلو سترګو ليدلى وُو اَؤ دَ زيرى خادمان وُو. ۳نو زَۀ هم په خپل وار، اَئے خوږه تيوفيلوسه! ستا دَ پاره دَ پُوره تحقيق نه پس دا ټولے خبرے په ترتيب سره نقل کوم. ۴دا دَ دے دَ پاره چه تا ته دَ هغه خبرو په حقله صحيح معلُومات درکړم دَ کُومو نه چه تۀ خبر کړے شوے يئے.دَ يحيىٰ بپتسمه ورکوُونکى دَ پيدايښت پيشن ګوئى
۵دَ يهُوديه دَ هيروديس بادشاه په زمانه کښے يو کاهن وو چه نُوم ئے زکرياه وو. دے دَ ابياه په فرقه کښے وو. دَ هغۀ ښځه هم دَ هارُون دَ اولاده وه. دَ هغے نوم اليشبع وو. ۶دوئ دواړه دَ خُدائے رښتينى اَؤ حُکم منُونکى وُو اَؤ دَ رب ټول حُکمُونه اَؤ قانُونُونه ئے بے عيبَ منل. ۷خو دَ هغوئ اولاد نۀ وو ځکه چه اليشبع شنډه وه اَؤ دوئ دواړه دَ ډير عُمر وُو. ۸يو ځلے چه زکرياه دَ فرقے وار وو اَؤ هغۀ دَ کاهنئ فرض پُوره کاوو، ۹نو دَ کاهنئ دَ دستُور په موافق دَ هغۀ هسک راوختو چه دَ خُدائے کور ته ننوزى اَؤ خوشبوئ ئے وسيزى. ۱۰اَؤ بهر ټوله جمع په عبادت کښے مشغُوله وه. ۱۱دا دَ خوشبوئ دَ سيزولو وخت وو چه دَ خُدائے يوه فرښته په دغه وخت دَ خوشبوئ دَ قُربانګاه ښى طرف ته ولاړه ښکاره شوه. ۱۲دَ دے په ليدلو زکرياه حيران شو اَؤ ويرے واخستو. ۱۳خو فرښتے هغۀ ته ووئيل، ”زکرياه! ويريږه مه! ستا دُعا قبوله شوه، ستا ښځه اليشبع به تا له يو زوئے راؤرى اَؤ تۀ به دَ هغۀ نُوم يحيىٰ کيږدے. ۱۴ستا زړۀ به دَ خوشحالئ نه ډک وى اَؤ ډير به دَ هغۀ په پيدايښت خوشحاله شى، ۱۵ځکه چه هغه به دَ خُدائے په نزد لوئے وى. هغه به مَئے ته چرے ګوتے نۀ وروړى اَؤ نۀ به څۀ نور شراب وڅښى، دَ مور دَ ګيډے نه به هغه په رُوحُ القُدس معمُور وى، ۱۶اَؤ هغه به ډير بنى اِسرائيل دَ رب لارے ته راواړَوى. ۱۷هغه به دَ مالک وړاندے دَ اِلياس په رُوح اَؤ دَ طاقت په شان روان وى چه دَ پلارُونو اَؤ دَ زامنو تړون راولى اَؤ نافرمانه به دَ رښتينو په لار روان کړى اَؤ چه دَ رب دَ پاره يو فرمانبردار اُمت تيار کړى.“۱۸زکرياه فرښتے ته ووئيل، ”زَۀ څنګه په دے باور کولے شم؟ زَۀ په خپله بُوډا سړے يم اَؤ زما ښځه هم عُمر خوړلے ده.“
۱۹فرښتے جواب ورکړو چه ”زَۀ جبرائيل يم، زَۀ دَ خُدائے په حضُور کښے ودريږم اَؤ زَۀ ئے ستا سره دَ خبرو کولو اَؤ دَ دے زيرى درکولو دَ پاره راليږلے يم. ۲۰خو اوس واؤره چه تۀ به دَ خبرو طاقت بائلے اَؤ دَ دے کار دَ کيدو پورے به ستا خُلۀ بنده وى ځکه چه تا په ما باور ونۀ کړو. ځکه چه په خپل مُقرر وخت به زما خبره درسته ثابته شى.“
۲۱په دے دوران کښے خلق دَ زکرياه په اِنتظار وُو اَؤ حيران وُو چه هغه دَ خُدائے په کور کښے دومره ولے ايسار شو. ۲۲کله چه هغه راووتو نو دَ هغوئ سره ئے خبرے نۀ شوے کولے اَؤ هغوئ پوهه شُو چه هغۀ دَ خُدائے په کور کښے څۀ رويا وليده. هغه هلته کښے ودريدو اَؤ هغوئ ته ئے اِشارے کولے خو ژبه ئے نۀ چليده. ۲۳هر کله چه دَ هغۀ دَ ذمه وارئ ورځے ختمے شوے نو زکرياه کور ته لاړو. ۲۴دَ دے نه پس دَ زکرياه ښځه اليشبع اُميدواره شوه اَؤ پينځۀ مياشتے هغے خپل ځان پټ وساتلو. ۲۵دا ئے ووئيل چه ”دا دَ خُدائے امر دے، آخر هغۀ په ما نظر وکړو اَؤ زَۀ ئے دَ بنى آدمو په وړاندے دَ سپکاوى نه وساتلم!“
دَ عيسىٰ دَ پيدايښت پيشن ګوئى
۲۶بيا په شپږمه مياشت خُدائے جبرائيل فرښته دَ ګليل په ناصرت نومے ښار کښے يوے پيغلے ته راواستوله ۲۷چه کوژدن ئے دَ داؤد دَ خاندان يُوسف نومے سړى سره شوے وه اَؤ دَ دے پيغلے نُوم مريم وو. ۲۸فرښته دَ ننه لاړه اَؤ هغے ته ئے ووئيل، ”په تا سلام چه درباندے ډير فضل شوے دے، رب ستا مل دے!“۲۹هغے چه څۀ ووئيل په هغے ډيره فکرمنده شوه اَؤ حيرانه وه چه دَ دے مُبارکئ څۀ مطلب دے. ۳۰بيا فرښتے هغے ته ووئيل چه ”مريمے! ويريږه مه! خُدائے په تا مهربانه شوے دے. ۳۱تۀ به اُميدواره شے اَؤ يو زوئے به دِ وشى اَؤ تۀ به دَ هغۀ نُوم عيسىٰ کيږدے. ۳۲هغه به لوئے وى اَؤ هغه به دَ الاعلىٰ زوئے وبللے شى. مالِک خُدائے به هغۀ ته دَ نيکۀ داؤد تخت ورکړى. ۳۳هغه به دَ تل دَ پاره دَ يعقُوب په خاندان بادشاهى کوى اَؤ بادشاهى به ئے هيڅکله نۀ ختميږى!“ ۳۴مريمے ووئيل چه ”دا څنګه کيدے شى؟ زَۀ خو لا وادۀ شوے هم نۀ يم.“
۳۵فرښتے جواب ورکړو، ”رُوحُ القُدس به په تا نازل شى اَؤ دَ الاعلىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى اَؤ په دے وجه به هغه پاک پيدا کيدُونکے ماشُوم دَ خُدائے زوئے بللے شى. ۳۶بله دا چه ستا خپلوانه اليشبع هم اُميدواره ده اَؤ په زوړ عُمر به زوئے راؤړى اَؤ څوک چه په شنډه مشهُوره وه، دَ هغے دَ اُميدوارئ شپږمه مياشت ده. ۳۷ځکه چه دَ خُدائے وعدے به هيڅکله بے طاقته پاتے نۀ شى.“
۳۸مريم ووئيل چه ”زَۀ دَ رب وينځه يم. تا چه څۀ وئيلى دى، داسے دِ وشى.“ بيا فرښته دَ هغے نه لاړه.
دَ مريمے دَ اليشبع سره مُلاقات
۳۹په دغه وخت مريم پاڅيده اَؤ نيغه يو کلى ته لاړه کُوم چه دَ يهوداه په غريزه علاقه کښے وو. ۴۰هغه دَ زکرياه کره ورغله اَؤ اليشبع ته ئے سلام وکړو. ۴۱اَؤ هر کله چه اليشبع دَ مريمے سلام واؤريدو نو بچى دَ هغے په ګيډه کښے ټوپ ووهلو اَؤ بيا اليشبع دَ رُوحُ القُدس نه معمُوره شوه. ۴۲اَؤ په زوره ئے ووئيل، ”په ټولو ښځو کښے تۀ دَ خُدائے په نزد مُبارکه يئے اَؤ دا لوئے والے ستا دَ ګيډے دَ ميوے په وسيله دے! ۴۳زَۀ څوک يم چه زما دَ مالِک مور دِ زما ليدو له راشى؟ ۴۴زَۀ تا ته دا وايم چه څوک هر کله چه ستا سلام زما تر غوږو شو نو زما په ګيډه کښے زما بچى ټوپ ووهلو. ۴۵څومره بختوره ده هغه چه په دے ئے ايمان دے چه دَ خُدائے قول به پُوره شى!“دَ مريمے دَ حمد ګيت
۴۶اَؤ مريمے ووئيل چه”ائے زما زړۀ! دَ رب لوئى بيان کړه!
۴۷اَئے زما زړۀ! خوشحالى وکړه، خوشحالى وکړه!
زما دَ خلاصوُونکى خُدائے په نُوم،
۴۸چه هغۀ دَ خپلے عاجزے وينځے په حال
دومره لوئے نظر کړے دے!
دَ نن ورځے نه پس به راتلُونکے ټولے پيړئ
ما ته بختوره وائى.
۴۹هغۀ زما دَ پاره دومره لوئے کارُونه کړى دى.
دَ هغۀ نُوم پاک دے.
۵۰اَؤ څوک چه دَ هغۀ نه ويريږى،
په هغوئ دَ هغۀ رحم پيړئ په پيړئ دے.
۵۱اَؤ هغه کارُونه چه دَ هغۀ لاس کړى دى،
دَ هغۀ قوت څرګندوى.
دَ زړۀ اَؤ رُوح کبرژن ئے خوارۀ وارۀ کړى دى.
۵۲هغۀ بادشاهان دَ تختُونو نه راغورزولى دى
خو غريبان ئے لويو مرتبو ته رسولى دى.
۵۳وږى ئے په ښۀ څيزُونو ماړۀ کړى دى
اَؤ مالدار ئے تش لاس بيرته ليږلى دى.
۵۴هغۀ دَ خپل خادم اِسرائيل مدد کړے دے،
لکه چه زمُونږ نيکُونو ته هغۀ وئيلى وُو،
۵۵هغۀ په اِبراهيم اَؤ دَ هغۀ په اَؤلاد رحم کول
چرے هير نۀ کړو.“
۵۶مريم دَ هغے سره درے مياشتے پاتے شوه اَؤ بيا کور ته واپس راغله.
دَ يحيىٰ بپتسمه ورکوُونکى پيدايښت
۵۷بيا دَ اليشبع دَ بچى پيدا کيدو نيټه پُوره شوه اَؤ دَ هغے زوئے پيدا شو. ۵۸هر کله چه دَ هغے ګاونډيانو اَؤ خپلوانو دا واؤريدل نو ډيره زياته خوشحالى ئے ورسره وکړه چه رب پرے دا رحم وکړو.۵۹اَؤ هغوئ په اتمه ورځ بيا راغلل چه ماشُوم سُنت کړى اَؤ هغوئ دَ هغۀ دَ پلار نُوم پرے زکرياه کيښودلو. ۶۰خو دَ هغۀ مور ورته ووئيل چه ”نه! دا به يحيىٰ بللے شى.“
۶۱خو هغوئ ووئيل چه ”ستا په خاندان کښے خو دَ هيچا هم داسے نُوم نِشته!“ ۶۲بيا هغوئ دَ هغۀ دَ پلار نه په اِشارو تپوس وکړو چه ”دَ دَۀ نُوم څۀ په کار دے؟“
۶۳هغۀ دَ ليکلو تختئ راوغوښته اَؤ په دے ټول حيران شول چه هغۀ دا وليکل چه ”دَ دَۀ نُوم يحيىٰ دے.“ ۶۴سمدستى دَ هغۀ شُونډے اَؤ ژبه آزاد شول اَؤ هغه ګويا شو اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله. ۶۵ټول ګاونډيان په دے هيبت واخستل اَؤ دا خبرے دَ يهُوديه په غريزه علاقه کښے هر پلو خورے شولے. ۶۶چا چه دا واؤريدل په هغوئ ډير اثر وشو اَؤ وئے وئيل چه ”دَ دے ماشُوم نه به څۀ جوړيږى؟“ ځکه چه دَ خُدائے لاس دَ دَۀ په سر دے.
دَ زکرياه نبُوت
۶۷دَ هغۀ پلار زکرياه په رُوحُ القُدس معمُور شو اَؤ دا پيشن ګوئى ئے وکړه،۶۸”ثنا ده دَ اِسرائيل دَ خُدائے!
ځکه چه هغۀ په خپل اُمت نظر وکړو،
هغه ئے بچ کړو اَؤ آزاد ئے کړو.
۶۹اَؤ دَ خپل خادم داؤد په کور کښے ئے دَ خلاصُون
دَ پاره طاقتور سړے پيدا کړو.
۷۰اَؤ لکه چه هغۀ دَ وړُومبو پاکو نبيانو په خُلۀ
پيړئ په پيړئ وعده کړے وه
۷۱چه هغه به مُونږ دَ خپلو دُښمنانو نه خلاص کړى
اَؤ دَ هغو ټولو دَ لاسو نه څوک چه راسره کينه لرى.
۷۲اَؤ دا چه هغه به زمُونږ په پلارُونو نيکُونو رحم وکړى
اَؤ خپله پاکه وعده به ياده لرى.
۷۳هم دغه سوګند هغۀ زمُونږ دَ پلار اِبراهيم سره کړے وو
۷۴چه هغه به مُونږ دَ دُښمنانو دَ لاسه بچ ساتى،
۷۵اَؤ دَ ويرے نه به امان راکړى
چه مُونږ ټول عُمر په پاکئ اَؤ دَ زړۀ په صداقت
دَ هغۀ عبادت وکړو.
۷۶اَؤ اَئے زما وړوکيه! تۀ به دَ لوئے الاعلىٰ نبى بللے شے
ځکه چه تۀ به دَ مالِک په وړاندے تير شے
چه دَ هغۀ لارے تيارے کړے،
۷۷اَؤ دَ هغۀ په عِلم به دَ هغۀ اُمت ته دَ ګُناهُونو
معافئ مُوندلو په وسيله هغوئ ته دَ خلاصُون لار وښائے.
۷۸زمُونږ دَ خُدائے دَ خالص رحم په وجه
به دَ سحر نمر په مُونږ راوخيژى،
۷۹اَؤ په هغو به وځليږى څوک چه په تيارۀ کښے
اَؤ دَ مرګ په سُورى کښے ناست وى
اَؤ چه زمُونږ قدمُونه دَ سلامتئ په لاره سم کړى.“
۸۰څنګه چه دغه ماشُوم لوئيدو نو رُوحانى قوت ئے مُوندو اَؤ تر هغے ورځے پورے په بيابان کښے اوسيدو تر څو چه هغه بنى اِسرائيلو ته ښکاره راڅرګند شو.
Copyright 1996-2014 Pashto Zeray & PBS
يوحنا ۲
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
اول باب
کلام جُسه شو
۱په ازل کښے کلام وو اَؤ کلام دَ خُدائے څخه وو اَؤ کلام خُدائے وو، ۲دغه په ازل کښے دَ خُدائے څخه وو. ۳اَؤ دَ هغۀ په وسيله ټول څيزُونه په وجُود کښے راغلل. څۀ چه په وجُود کښے راغلل، يو څيز هم بغير دَ هغۀ نه په وجُود کښے رانۀ غے. ۴په هغۀ کښے ژوندون وو اَؤ هم دغه ژوندُون دَ بنى آدمو نُور وو. ۵اَؤ نُور په تيارۀ کښے ځليږى اَؤ تيارۀ پرے هيڅ کله هم غالبه نۀ شوه.۶يحيىٰ نومے يو سړے دَ خُدائے له طرفه راغے. ۷هغه دَ نور دَ شهادت دَ پاره راغے چه ټول خلق دَ هغۀ په وسيله ايمان راؤړى. ۸هغه په خپله خو نُور نۀ وو ليکن دَ نُور دَ شهادت دَ پاره راغے. ۹اَؤ حقيقى نُور چه هر يو بنى آدم روښانه کوى هغه لا دُنيا ته راتلونکے وو.
۱۰هغه په دُنيا کښے وو اَؤ دُنيا دَ هغۀ په وسيله په وجُود کښے راغله خو دُنيا هغه ونۀ پيژندلو. ۱۱هغه خپل ځائے ته راغے خو دَ هغۀ خپلوانو هغه قبُول نۀ کړو. ۱۲خو کومو خلقو چه قبُول کړو هغوئ ته ئے دا حق ورکړو چه دَ خُدائے اَؤلاد شى يعنى هغوئ چه دَ هغۀ په نامه ايمان راؤړى، ۱۳چه نۀ له وينے نه اَؤ نۀ له جسمانى شوق اَؤ نۀ دَ اِنسانى پلار په اِرادے بلکه له خُدائے نه پيدا شو.
۱۴نو کلام جُسه شو اَؤ هغه زمُونږ سره اوسيدو اَؤ مُونږ دَ هغۀ لوئى وليده، داسے لوئى لکه چه دَ پلار دَ يو زوئے چه په فضل اَؤ حقيقت معمُور وى.
۱۵يحيىٰ دَ هغۀ په حق کښے شاهدى وکړله. هغۀ په چغو ووئيل چه ”دا هغه سړے دے چه ما ئے ذکر کړے وو يعنے دا چه هغه څوک چه له ما نه وروستو راځى هغه له ما نه وړُومبے شو، زَۀ چه پيدا کيدم نو هغه وو.“
۱۶ځکه چه مُونږ ټولو دَ هغۀ دَ کُلهمى معمُورتيا نه په فضل باندے فضل ومُوندلو. ۱۷ځکه چه شريعت دَ مُوسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل اَؤ حقيقت دَ عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل. ۱۸خُدائے چرے هيچا نۀ دے ليدلے بے له خُدائے دَ يو زوئے نه، هغه څوک چه دَ پلار په غيږ کښے دے اَؤ هم پلار هغۀ ښکاره کړے دے.
دَ يحيىٰ ګواهى
(متى ۳ : ۱ ـ ۱۲، مرقوس ۱ : ۱ ـ ۸، لُوقا ۳ : ۱ ـ ۱۸)
۱۹دَ يحيىٰ ګواهى دا وه، کله چه يهوديانو له بيتُ المُقدس نه کاهنان اَؤ ليويان دَ دے تپوس دَ پاره وروليږل چه دا معلُومه کړى چه تۀ څوک يئے؟۲۰هغۀ اِقرار وکړو اَؤ اِنکار ئے ونۀ کړو، خو اِقرار ئے وکړو چه ”زَۀ مسيح نۀ يم.“
۲۱هغوئ ترے تپوس وکړو چه ”بیا نو تهٔ څه یۓ؟ تهٔ الیاس یۓ څهٔ؟“
هغه جواب ورکړو چه ”نه، زهٔ هغهٔ هُم نه یم.“
”تۀ هغه نبى يئے څۀ چه مُونږ ئے په اِنتظار کښے يُو؟“
هغۀ ځواب ورکړو چه ”نه.“
۲۲هغوئ بيا تپوس وکړو چه ”بيا نو تۀ يئے څوک؟ ځکه چه مُونږ چا را استولى يُو هغوئ له جواب ورکړُو. تۀ دَ خپل ځان په حقله څۀ وايئے؟“
۲۳هغۀ ورته جواب ورکړو چه ”زَۀ په بيابان کښے دَ نعرے وهُونکى آواز يم چه : ”دَ مالِک لار نيغه کړئ،“ لکه چه يشعياه نبى وئيلى وُو.“
۲۴ځنے فريسيان چه په جرګه کښے راغلى وُو ۲۵دَ هغۀ نه ئے تپوس وکړو، ”که چرے نۀ تۀ مسيح ئے، نۀ تۀ اِلياس يئے، نۀ هغه نبى يئے، نو تۀ بيا ولے بپتسمه ورکوے؟“
۲۶يحيىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ په اوبو بپتسمه ورکوم خو ستاسو په مينځ کښے يو کس ولاړ دے چه تاسو هغه نۀ پيژنئ، ۲۷چه زما نه وروستو به راځى اَؤ زَۀ دَ دے لائق هم نۀ يم چه دَ هغۀ پيزار قدر پرانزم.“
۲۸دا خبرے په بيت عنياه کښے وشوے چه دَ اُردن بلے غاړے ته دے، چرته چه يحيىٰ بپتسمه ورکوله.
دَ خُدائے ګډُورے
۲۹بله ورځ يحيىٰ وليدل چه عيسىٰ هغه طرف ته راځى. هغۀ ووئيل چه ”وګورئ! دَ خُدائے ګډورے چه دَ دُنيا ګُناه په ځان وړى! ۳۰دا هم هغه دے دَ چا په حقله چه ما وئيلى وُو چه زما نه به وروستو يو کس راځى چه له ما نه وړُومبے شو ځکه چه له ما نه اول وو. ۳۱ما هغه نۀ پيژندو چه هغه څوک دے، خو مخض دا سبب چه زَۀ ولے راغلم اَؤ په اوبو بپتسمه ورکوم دَ دے دَ پاره چه هغه بنى اِسرائيلو ته څرګند کړے شى.“۳۲يحيىٰ دا ګواهى هم وکړله چه ”ما رُوحُ القُدس دَ آسمان له مخے لکه دَ يوے کونترے په شان په راکُوزيدو وليدلو چه په هغۀ نازل شو. ۳۳ما دے نۀ پيژندو، خو هغه چا چه زَۀ ئے په اوبو دَ بپتسمے ورکولو دَ پاره راليږلے يم هغۀ ما ته ووئيل، هر کله چه تۀ رُوحُ القُدس په چا په راکُوزيدو ووينے اَؤ په چا رانازل شى نو تۀ به پوهه شے چه هم دا هغه سړے دے چه په رُوحُ القُدس به بپتسمه ورکوى. ۳۴ما دا په خپله وليدل اَؤ زَۀ په دے ګواهى کوم چه دا دَ خُدائے زوئے دے.“
دَ عيسىٰ وړُومبى مُريدان
۳۵په بله ورځ يحيىٰ دَ خپلو مُريدانو سره ولاړ وو ۳۶چه عيسىٰ ئے په خوا تير شو. يحيىٰ هغۀ پلو کتل اَؤ وے وئيل چه ”دا دَ خُدائے ګډُورے دے.“۳۷دوؤ مُريدانو دَ هغۀ دا خبره واؤريده اَؤ په عيسىٰ پسے روان شول. ۳۸کله چه هغۀ بيرته مخ راواړوو اَؤ وئے کتل چه دوئ هغۀ پسے روان دى نو هغۀ ترے تپوس وکړو چه ”تاسو په څۀ پسے ګرزى؟“
هغوئ ووئيل، ”اُستاذه! تۀ کُوم ځائے پاتے کيږے؟“
۳۹عيسىٰ جواب ورکړو چه ”راځئ اَؤ وګورئ،“ اَؤ هغوئ دَ هغۀ سره لاړل اَؤ هغه ځائے وليدو چرته چه هغه پاتے کيدو اَؤ هغه ورځ ئے دَ هغۀ سره تيره کړله اَؤ دَ څلورو بجو دَ مازيګر وخت وو.
۴۰دَ يحيىٰ دَ وينا نه پس چه په عيسىٰ پسے تلى وُو په دغه دوؤ کښے يو اندرياس دَ شمعُون ورور وو. ۴۱وړُومبے کار چه هغۀ وکړو هغه دا وو چه خپل ورور شمعُون ئے ومُوندلو اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل، ”مُونږ مسيح مُوندلے دے.“ ۴۲هغۀ شمعُون عيسىٰ له راوستو.
هغۀ ورته وکتل اَؤ وئے وئيل، ”تۀ دَ يوحنا زوئے شمعُون يئے، تا ته به کيفا وئيلے کيږى، يعنے پطروس چه معنىٰ ئے ګټه ده.“
فيليپوس اَؤ نتانى ايل ته بلل
۴۳بله ورځ عيسىٰ ګليل ته دَ تلو نيت وکړو. په لارے ورته فيليپوس مخے له ورغے. عيسىٰ هغۀ ته ووئيل چه ”ما پسے راځه.“ ۴۴فيليپوس دَ اندرياس اَؤ پطروس په شان دَ بيت صيدا اوسيدُونکے وو. ۴۵فيليپوس نتانىايل ته ورغے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”دَ چا ذکر چه دَ مُوسىٰ په شريعت کښے اَؤ نبيانو کړے دے هغه مُونږ وليدو، دا عيسىٰ ناصرى دَ يُوسف زوئے دے.“ ۴۶نتانىايل په حيرانتيا ووئيل چه ”دَ ناصرت! آيا ناصرت کښے هم ښۀ څيز پيدا کيدے شى څۀ؟“ فيليپوس ورته ووئيل، ”راخو شه اَؤ وئے ګوره.“۴۷کله چه عيسىٰ نتانىايل په راتلو وليدلو نو وئے وئيل، ”دا يو رښتينے اِسرائيلى دے، په دَۀ کښے هيڅ ټګى نِشته.“
۴۸نتانىايل ترے تپوس وکړو، ”دا زَۀ دِ څنګه وپيژندلم؟“
عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”ما تۀ دَ انځر دَ ونے لاندے هغه وخت ليدلے وے چه لا فيليپوس تۀ نۀ وے بللے.“
۴۹نتانىايل ووئيل، ”اُستاذه! تۀ دَ خُدائے زوئے يئے اَؤ تۀ دَ اِسرائيلو بادشاه يئے.“
۵۰عيسىٰ جواب ورکړو، ”آيا ستا دَ ايمان دَ راؤړو دغه وجه ده چه ما دَ اِنځير دَ ونے لاندے وليدے؟ تۀ به دَ دے نه هم لوئے لوئے څيزُونه ووينے.“ ۵۱بيا هغۀ ووئيل، ”زَۀ تاسو ټولو ته رښتيا رښتيا وايم چه تاسو به آسمان پرانستے ووينئ اَؤ دَ خُدائے دَ فرښتو به په اِبن آدم ختل اَؤ بيا راکُوزيدل ووينئ.“
Copyright 1996-2014 Pashto Zeray & PBS
دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط
اول باب
سلام اَؤ دَ خُدائے شکر
۱دَ پولوس دَ طرف نه چه دَ خُدائے په رضا دَ مسيح عيسىٰ رابللے شوے رسُول، اَؤ دَ ورور سوستينس له طرف نه،۲دَ خُدائے دَ هغه جماعت په نُوم چه په کورنتوس کښے دے، يعنے دَ هغوئ په نُوم چه په مسيح عيسىٰ کښے پاک کړى شوى اَؤ بللى شوى پاکان دى، اَؤ دَ هغو ټولو په نُوم هم چه په هر ځائے کښے دَ هغوئ اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم عبادت کوى،
۳زمُونږ دَ خُدائے پلار اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل اَؤ سلامتى دِ تاسو سره وى.
۴زَۀ ستاسو په حقله دَ خُدائے دَ هغه فضل په سبب چه په مسيح عيسىٰ کښے په تاسو وشو، هميشه دَ خُدائے شکر کوم. ۵چه تاسو په هغۀ کښے شوئ نو په ټولو خبرو کښے، په کلام اَؤ غم کښے دَ هر قِسم دولت خاوندان شوى يئ. ۶هم دغه وجه ده چه دَ مسيح ګواهى په تاسو کښے قائمه شوه. ۷تر دے چه تاسو په يو نعمت کښے هم نيمګړى نۀ يئ اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ ظهُور په اِنتظار يئ، ۸څوک چه به تاسو تر آخره پورے قائم ساتى، دَ دے دَ پاره چه تاسو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په ورځ دَ اِلزام نه برى شئ. ۹خُدائے رښتُونے دے چا چه تاسو دَ خپل زوى، زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ شراکت دَ پاره رابللى يئ.
په جماعت کښے ډله بازى
۱۰نو اوس اَئے ورُوڼو، عيسىٰ مسيح چه زمُونږ مالِک دے، دَ هغۀ دَ نُوم په وسيله تاسو ته خواست کوم چه ټول يو شئ اَؤ ډلے پرے مه جوړوئ، خو په يو عقل اَؤ پُوره په يوه رائے شئ. ۱۱ځکه چه اَئے ورُوڼو، ستاسو په نسبت ما ته دَ خلوئ دَ خاندان نه معلُومه شوے ده چه په تاسو کښے جګړے روانے دى. ۱۲زما مطلب دا دے چه په تاسو کښے څوک خو ځان ته دَ پولوس وائى، څوک دَ اپولوس، څوک دَ کيفا اَؤ څوک دَ مسيح. ۱۳آيا مسيح وويشلے شو؟ آيا پولوس ستاسو دَ پاره په سولئ کړے شو؟ آيا تاسو دَ پولوس په نُوم بپتسمه واخسته؟۱۴دَ خُدائے شکر ګذار يم چه دَ کرسپوس اَؤ ګايُوس نه بغير ما په تاسو کښے يو تن ته هم بپتسمه نۀ ده ورکړے، ۱۵دَ دے دَ پاره چه څوک دا ونۀ وائى چه زما په نُوم ئے بپتسمه آخستے ده. ۱۶هو دَ ستِفانس خاندان ته هم ما بپتسمه ورکړے ده. نوره ما ته نۀ ده معلُومه چه ما بل چا ته بپتسمه ورکړے وى. ۱۷ځکه چه مسيح زَۀ بپتسمه ورکولو ته نۀ يم را استولے بلکه زيرے آؤرولو ته، اَؤ هغه هم دَ الفاظو په حِکمت نه، دَ دے دَ پاره چه دَ مسيح سولئ بے تاثيره نۀ شى.
مسيح دَ خُدائے قُدرت اَؤ حِکمت
۱۸ځکه چه دَ سولئ پيغام دَ هلاکيدُونکو په نِزد بے وقوفى ده خو زمُونږ دَ نجات موندُونکو په نِزد دَ خُدائے قُدرت دے. ۱۹ځکه چه ليکلى دى چه :”زَۀ به دَ حکيمانو حِکمت نشت کړم
اَؤ دَ هوښيارانو عقل به رد کړم.“
۲۰نو حکيم چرته؟ هوښيار چرته؟ اَؤ چرته دَ دے دُنيا بحث کوُونکے؟ آيا خُدائے دَ دُنيا حِکمت ته بے وقوفى نۀ ده وئيلے؟
۲۱ځکه چه دَ خُدائے دَ حِکمت په مُطابق دُنيا په خپله پوهه خُدائے ونۀ پيژندو، نو خُدائے دا خوښه کړه چه دَ دے زيرى په وسيله ايمان راوړُونکو له خلاصُون ورکړى، اګر که دُنيا ئے بے وقوفى ګڼى. ۲۲دغه شان يهُوديان دَ نخښے طالبان دى اَؤ يُونانيان دَ حِکمت په لټُون. ۲۳خو مُونږ په سولئ شوى مسيح زيرے ورکوُو چه دَ يهُوديانو په نِزد ټکَره اَؤ دَ غير قومُونو په نِزد بے وقوفى ده. ۲۴خو څوک چه رابللى شوى دى، که هغه يهوديان وى که يُونانيان، دَ هغوئ په نِزد مسيح دَ خُدائے قُدرت اَؤ دَ خدائے حِکمت دے. ۲۵ځکه چه دَ خُدائے بے حِکمتى دَ بنى آدمو دَ حکمت نه زيات حِکمت دے اَؤ دَ خُدائے کمزورتيا دَ بنى آدمو دَ زور نه زياته زوره وره ده.
۲۶اَئے ورُوڼو! خپلے بلنے ته خو لږ فکر وکړئ چه ستاسو په مينځ کښے په اِنسانى طور خو ډير حکيمان، ډير زوره ور اَؤ ډير دَ اُوچت خاندان خلق راونۀ بللے شول. ۲۷خو خُدائے دَ دُنيا بے وقوفان غوره کړل دَ دے دَ پاره چه حکيمان شرمنده کړى، اَؤ خُدائے دَ دُنيا عاجزان غوره کړل چه زوره ور شرمنده کړى. ۲۸بلکه خُدائے دَ دُنيا کمينه، سپک اَؤ بے اَصله غوره کړل چه دَ وجُود خاوندان نِشت کړى، ۲۹دَ دے دَ پاره چه يو بشر هم دَ خُدائے په وړاندے لوئى ونۀ کړى. ۳۰خو تاسو دَ خُدائے له خوا په مسيح عيسىٰ سره يووالے لرئ چه زمُونږ دَ پاره دَ خُدائے له لورى حِکمت ګرزيدلے دے، يعنے صداقت اَؤ پاکوالے اَؤ فِديه. ۳۱لکه چه ليکلى دى : ”څوک چه فخر کوى هغه دِ په مالِک فخر کوى.“
Copyright 1996-2014 Pashto Zeray & PBS
No comments:
Post a Comment